ایکناخبری اژانس د العالم له قوله راپور راکړ، روسیا الیوم عربی څانګې پخپل یوه وروستی راپور کې وئيلی دي ، په سوشل میډیا کې کارؤنکو ددغې ویډیو د پيښې په باب وئيلي دي، د یوه هغه ښونځي له راپور وروسته چې دغه ماشوم پکې زده کړې کوي، په دې باب چې کورنۍ ئې هغه ته وریاد کړې ده چې په اسلام کې همجنس پالنه حرام او دنه منلو وړ ده،پولیسو له خپلې مسلمانې کورنۍ ددغه ماشوم د جلا کولو هڅه کړې ده.
د جرمني برمرهاؤن پولیسو هم دغه پيښه چې له څو ورځې مخکې سره اړونده ده ،تائيد کړې
ده، البته له خپلې کورنۍ ددغه ماشوم دجلا کولو دلیلونو ته ئې کومه اشاره نه ده کړې.